سلوانیا هم د فلسطین خپلواک هېواد په رسمیت وپېژاند

د سلوانیا پارلمان د سه شنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۵مه) د رایو په اکثریت په رسمي توګه د فلسطین خپلواک هېواد په رسمیت وپېژاند. د سلوانیا دولت تېره اونۍ پرېکړه وکړه، چې فلسطین به د یو خپلواک هېواد په توګه به رسمیت وپېژني او په دې اړه یې یوه تکلاره هم پارلمان ته استولې وه.