راهول ګاندي: موږ په ټاکنو کې د ټولې حکومتي دستګاه پر ړاندې مبازره کړې

د هند د ګانګرس ګوند مشر راهول ګاندي ټاکنو ته د راستنېدو پر مهال ویلي، هند د رایو په اتفاق پرېکړه کړې چې مودي نه غواړي؛ خو مودي په ټاکنو کې ټوله حکومتي دستګاه د ځان په ګټه کارولې ده. د کانګرس مشر وايي، چې دوی په ټولټاکنو کې د ټول حکومتي دستګاه پر وړاندې مبارزه کړې ده.

په داسې حال کې چې د ۲۰۲۴ کال ټاکنو لپاره د رایو شمیرنه پای ته رسیږي، د هند د حکومت د اپوزیسیون مشر او د کانګرس غړي راهول ګاندي ویلي، چې هنديانو په متفقه توګه پرېکړه کړې، چې دوی د واکمن بهارتیا جنتا ګوند (بي جی پي) نریندرا مودي چې د هېواد اوسنی لومړی وزیر دی، نه غواړي.
د ټايمز اف انډيا د راپور له مخې؛ د ټولپوښتنې نتیجې(بي جی پي) مايوسه کړه، داسې ښکاري چې له ۲۷۲ اکثریت څخه ښکته دی، که څه هم واکمن ایتلاف د حکومت جوړولو ته چمتو دی.
په عین وخت کې کانګرس چې په تېرو دوو ټاکنو کې د پرله پسې ماتې سره مخ شوی، داسې ښکاري چې ۱۰۰ څوکیو مخکې دي چې دا د ګوند د بیا را ژوندي کېدو نښه ده.
ګاندي چې د اوترا پردیش او کرالا څوکۍ ترلاسه کړې، د پام وړ بریا ترلاسه کولو وروسته د مودي ناکامۍ ته په اشارې سره د سې شنبې په ورځ وویل، چې خلکو په ګډه ښي اړخي ملتپاله سیاستوال ته سزا ورکړه.
د هند د ټاکنو کمېسیون تایید کړه، چې دواړه پخواني سیالان د پارلمان د غړو په توګه بیا وټاکل شول.
ښاغلی ګاندي وايي، چې دوی په ټولټاکنو کې د ټول حکومتي دستګاه پر وړاندې مبارزه کړې ده. دا یوازې د سیاسي ځواک پروړاندې مبارزه نه وه بلکه د هېواد د اساسي قانون ، قضا او (اي ډي) د ساتنې لپاره مبارزه وه ځکه چې دا ادارې «نریندرا مودي او امیت شاه نیولي دي.»
ګاندي د اساسي قانون یوې کاپي پورته کولو سره وویل: "مبارزه د اساسي قانون د ژغورلو لپاره وه، موږ ډاډه یوو چې د هند اتباع به د دې د ساتنې لپاره هڅې وکړي او زه غواړم له ټولو څخه مننه وکړم.»
‎ګاندي د سیاسي ګوندونو د ماتولو، په زندتنونو کې د وزیرانو په اچولو او د کانګرس په وړاندې د هر ممکنه تاکتیک لوبولو لپاره په واکمن ګوند باندې نیوکه وکړه.
هغه وویل، چې د ټاکنو پایلې د خلکو له خوا مودي ته یو څرګند پیغام و چې «موږ دې نه غواړوو.»
وروسته له هغه چې د ټاکنو لپاره د رایې ورکولو اووه مرحلې د جون په لومړۍ نېټه پای ته ورسیدې، ترلاسه شوې ټول پوښتنې د (بي جی پي) په مشرۍ د (ان ډي اې) حکومت لپاره مثبت انځور جوړ کړی، چې د لومړي وزیر مودي لپاره د درېیمې دورې وړاندوینه کوي.

یو شمېر ټولپوښتنو ښودلې، چې په هند کې د مودي ګوند مخکښ دی.