د لومړي ځل لپاره یوه ښځه د مکسیکو په ولسمشریزو ټاکنو کې بریالۍ او ولسمشره شوه

کلاډیا شینباوم په ټاکنو کې تر بري وروسته د لومړۍ ښځینه ولسمشرې په توګه وټاکل شوه. اغلې شینباوم د اقلیم څېړونکې او د مکسیکو ښار پخوانۍ ښارواله ده.

د ټاکنیزو چارواکو د لومړنیو اټکلونو له مخې، نوموړې شاوخوا ۵۸-۶۰ سلنه رایې ګټلې دي.

دا د مکسیکو د ډیموکراسۍ په تاریخ کې د رایو ترټولو لوړه سلنه ده.