د اروپايي ټولنې استازي د دوحې د غونډې په اړه د ايران سفارت له مرستيال سره خبرې وکړې

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۳

په کابل کې د ایران سفارت خبر ورکړی، چې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن په کابل کې د ایران سفارت له مرستیال غلام رضا نجاري سره وکتل.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د افغانستان په اړه د دوحې د درېيمې ناستې په اړه خبرې وشوې.

تر دې مخکې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي په کابل کې د طالبانو د بهرنيو چارو له وزير اميرخان متقي سره کتلي او د دوحې د درېيمې ناستې په اړه يې ورسره خبرې کړې وې.

په دوحه کې درېیمه غونډه د ملګرو ملتونو په کوربه توب د روان هجري لمریز کال (د چنګاښ ۱۰مه او ۱۱مه) نېټه په قطر کې جوړیږي.

طالب چارواکو د دې غونډې په دویم پړاو کې ګډون نه و کړی؛ خو په دې وروستیو کې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر په دې غونډه کې د طالبانو پر «معنا داره ګډون» ټینګار کړی دی.

هغه ویلي، چې تر کتنې او څېړنې وروسته به دوی د دوحې په درېيمه ناسته کې د ګډون او نه ګډون په اړه خپل دريځ اعلانوي.

نور خبرونه

رادیو