د سویلي افریقا یو ګوند له درې لسیزې واکمنۍ وروسته د دغه هېواد په ټاکنو کې ماتې وخوړه
د سویلي افریقا د ټاکنو د پایلو له مخې د افریقا د ملي کنګرې ګوند وروسته له ۳۰ کلنۍ واکمنۍ ماتې وخوړه. د رایو يایلې ښیي چې د ملي کنګرې ګوند چې په دې هېواد کې یې نژادي تبعیض پای ته رسولی و، ۴۰سلنه رایې ګټلي دي.
د ډیموکراتیک اتحاد ګوند په نوم اصلي اپوزیسیون، تر ۲۱سلنې ډیرې رایې، د پخواني ولسمشر جیکوب زوما په مشرۍ د ام کې ګوند تر ۱۴سلنې ډیرې او د افراطي کیڼ اړخي اقتصادي ازادۍ مبارزانو چې مشري یې جولیوس مالما په غاړه لري، څه باندې ۹سلنه رایې خپلې کړي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د رایو ۹۹.۵۳ سلنه پایلې د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۲مه) اعلان شوې او تمه ده چې وروستۍ پایلې به سبا یکشنبه اعلان شي.
د رویټرز د راپور له مخې، د سویلي افریقا خلک چې د بېکارۍ، نابرابرۍ او د برېښنا د نشتوالي له امله په غوسه دي، په دې ټاکنو کې یې د افریقا د ملي کنګرې ګوند ملاتړ ونه کړ.
د افریقا ملي کنګرې ګوند د نېلسن مانډلا سیاسي میراث دی چې درې لسیزې یې واک په لاس کې درلود. اوس دغه ګوند اړ دی چې په واک کې د پاتې کېدو لپاره له مخالفو ګوندونو سره متحد شي.
د افريقا د ملي کانګرې ګوند يوه چارواکي پرته له دې چې د احتمالي ايتلاف رامنځته کېدو ته اشاره وکړي ویلي، چې دغه ګوند له هر چا سره خبرې اترې کولای شي.
د مخالفو ګوندونو یو مشر جولیوس نالما ویلي، چې دوی د افریقا د ملي کنګرې ګوند د رایو له ۵۰سلنې څخه د کمولو لپاره خپل هدف ترلاسه کړی دی. هغه ویلي، چې پلان لري د کنګرې ګوند سره د ایتلافي حکومت جوړولو په سر خبرې اترې وکړي.
د افریقا ملي کنګره د ۱۹۹۴تاریخي رایو اخېستو راهیسې چې د سپین پوستو لږکیو واکمني یې پای ته ورسوله ټولې مخکینۍ ملي ټاکنې ګټلي دي ، خو په تېرو لسیزو کې یې د دې امله چې اقتصاد په ټپه ولاړ دی ، بیکاري مخ په ډېریدو او سړکونه ویجاړ شوي او د بریښنا فابریکې سقوط شوي دغه ملاتړ له لاسه ورکړی.
په ټاکنو کې ولس خپل استازي په ولایتي او ملي شوراګانو کې ټاکي، چې وروسته ولسمشر د ملي شورا له لارې ټاکل کېږي.