سلوانیا ويلي، چې د فلسطین دولت په رسمیت پېژني
له اېرلنډ، اسپانیا او ناروې وروسته د سلوانیا لومړي وزیر ویلي، چې فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت پېژني. د سلوانیا پارلمان په راتلونکو ورځو کې د فلسطین په رسمیت پېژندلو لپاره غونډه کوي.
د سلوانیا لومړي وزیر په لیوبلیانا کې یوه کنفرانس ته وویل:« نن حکومت پرېکړه کړې، چې فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژني.»
دغه اقدام د اسراییل بېړنی غبرګون له ځانه سره لاره.
د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر اسراییل کاتز وویل، چې دغه پرېکړه د حماس « قتل او تېري» ته درناوی او د انعام ورکولو په مانا ده.
د سلوانیا لومړي وزیر رابرت ګولوب دغه ګام د «سولې له پیغامه» ډک وباله او په غزه کې یې د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړو د ژر تر ژره درېدو او د یرغمل شویو د خلاصون غوښتنه وکړه.
دغه هېواد د فلسطین بېرغ د سلوانیا او اروپایي ټولنې د بېرغ ترڅنګ د سلوانیا په پلازمېنه لیوبلیانا کې د حکومت ودانۍ ته څېرمه وځړاوه.
اسپانیا، اېرلنډ او ناروې د سه شتبې په ورځ (د غبرګولي ۸مه) فلسطین په رسمیت وپېژانده.
د اروپایي ټولنې له ۲۷ غړو سویډن، قبرس، هنګري، چک جمهوريت، پولنډ، سلواکیا، رومانیا او بلغارستان لا له وړاندې فلسطین په رسمیت پېژندلی.
مالتا هم ویلي، چې ډېر ژر به د فلسطین په رسمیت پېژندلو لپاره اقدام وکړي.