په جرمني کې یو سړي د اسلام د مخالفانو پر غونډې برید کړی او په چاقو یې څو تنه ټپیان کړي دي

د جرمني پولیسو وویل، چې په مانهایم ښار کې یو سړي له چاقو سره د اسلام د ښي اړخو منتقدینو پر غونډې برید کړی او څو تنه یې ټپیان کړي دي.

په ټپیانو کې د اسلام ضد د یوې مشهورې څېرې نوم هم لیدل کېږي.

د رویټرز خبري اژانس په ونیا، برید کوونکی د پولیسو له خوا ټپي شوی او بیا نیول شوی دی.