ټیټ قد او اوږد عمر؛ نوې څېړنې ښيي، چې د ټیټ قد لرونکي انسانان ډېر عمر لري
که چېرې تاسو ټیټ قد لرئ او تاسو یې په اړه خوښ نه یاست؛ مګر نوې څېړنې ښايي ستاسو د ناخوښۍ پاڼه بدله کړي او تاسو حیران کړي، ځکه چې وايي: "ټیټ قد لرونکي خلک شاید اوږد ژوند وکړي."
نوې څېړنې ښيي، چې د ټیټ قد لرونکي خلک ممکن د لوړ قد لرونکي خلکو په پرتله په اوسط ډول له دوو څخه تر پنځو کلونو پورې زیات ژوند وکړي.
څېړونکي ډېری مرسته کونکي عوامل په ګوته کوي او زیاتوي، چې په ټیټ قد لرونکو کې د ناروغیو خطر کم وي.
ایا لنډ خلک اوږد ژوند کوي؟
"اوږد ژوند" په دې معنا دی، چې تاسو "اوږد ژوند کوئ" نه دا چې تاسو یو اسانه ژوند کوئ یا د ناروغۍ او ضیعفوالي څخه مخنیوی وکړئ.
اوږد عمر د اوسط عمر څخه ډېر اوږد ژوند دی. ځینې خلک فکر کوي چې قد د سالم او اوږد ژوند معنا لري، په داسې حال کې چې ډېری څېړنې ښیي، چې دا جینیټیکي او یو روغ ژوند دی چې په روغتیا او اوږد عمر کې مهم رول لوبوي.
د فاکس ۰۳ جین (FOX03) د انسان او حیوان اوږد عمر پورې اړه لري.
دا جین د بدن د اندازې او بیولوژیکي پروسو سره هم تړاو لري، چې د ژوند په جریان کې د روغتیا لپاره حیاتي دي او بدن د ځینې ناروغیو لکه؛ د ډیابیټ ۲، د زړه ناروغۍ، سرطان او عصبي اختلالاتو څخه ساتي.
د ویري ویل هلت (Very Well Health) په وینا؛ په 2014 کې د څېړنې پایلې وښودله چې "Fox03" جین د جاپاني - امریکایي سړو په عمر پورې اړه لري.
د دې پروژې څېړونکو وموندله؛ هغه نارینه چې ۱۵۸.۵ سانتي متره قد لري د فاکس ۰۳ جین له خوا ډېر خوندي دي او اوږد ژوند کوي.
څېړونکي نور اغیزناک عوامل هم په پام کې نیسي لکه؛ ټولنیز او اقتصادي شرایط، روغتیایي پاملرنه، وزن، تعلیم، د سګرټ څکولو مخنیوی، تغذیه او ورزش د انسان په ژوند کې دخیل دي.
شواهد ښیي، چې ښځې د نارینه و په پرتله اوږد ژوند کوي او څېړونکي په نارینه و کې د ناروغۍ اغیزو ته اشاره کوي.
په متحده ایالاتو کې د ښځو اوسط قد ۱۶۴ سانتي متره دی او د نارینه قد ۱۷۹ سانتي متره دی.
البته دا اوسط د نړۍ په نورو برخو کې توپیر لري. په ټوله نړۍ کې ښځې د نارینه و په پرتله له یو څخه تر یوولسو کلونو پورې زیات ژوند کوي او داسې ښکاري، چې د ښځو کوچني او لنډ قد د دوی د نارینه ملګرو په پرتله د دوی اوږد عمر کې مرسته کړې.
هغه خطرونه چې روغتیا تهدیدوي
ځینې روغتیایي خطرونه چې د قد سره تړاو لري عبارت دي، له د وینې د لښتو کېدو، سرطان، او د زړه غیر منظم ضربان یا atrial fibrillation چې د A-fib په نوم پېژندل کیږي.
په ۲۰۱۷ کې د یوې څېړنې پایلې ښودلې، چې هغه نارینه چې قد یې له ۱۶۰ سانتي مترو څخه کم وي د هغو نارینه و په پرتله چې قد یې له ۱۸۸ سانتي مترو څخه ډېر وي د رګونو د وینې د لښته کیدو خطر ۶۵٪ کم دی او مېندواره مېرمنې چې لنډې پښې لري ۶۹٪ د وینې د ټوټې کېدو کم خطر سره مخ دي.
د شپاړس کلونو یوه څېړنه دا هم ښیي، چې لوړ قد لرونکې او پیاوړې مېرمنې د لنډو مېرمنو په پرتله درې چنده د زړه په غیر منظم ضربان اخته کیږي.
د څېړنو د پایلو په وینا؛ د کوچنیو بدن لرونکي خلک د اوږدمهاله یا جدي غذایي ناروغیو لکه؛ د ویني لوړ فشار، شکر، چاقۍ او په ځینو ناروغیو د اخته کېدو لږ احتمال لري.