وال‌ سټریټ ژورنال: که ټرمپ ولسمشر شي، نو ماسک به خپل سلاکار وټاکي

وال‌ سټریټ ژورنال راپور ورکړی، که د امریکا په ټاکنو کې ډونالډ ټرمپ بریالی شي؛ نو په پام کې لري چې اېلان ماسک د خپل سلاکار په توګه وګوماري.

د دغه راپور له مخې، ټرمپ او ماسک دواړه په خپلو کې د هغو لارو چارو پر سر غږېدلي چې پر اقتصادي سیاستونو او د امریکا پر پولو د امنیت راوستلو لپاره کېدای شي «د مداخلې او رسمي اغېزمنتیا» لامل شي.

د دغه راپور له مخې چې د چهارشنبې په ورځ خپور شوی، ماسک په دې اړه د امریکا پخوانی ولسمشر له هغو هڅو خبر کړی چې له مخې به یې په راتلونکو ټاکنو کې د امریکا ځواکمن پانګه‌وال له جوبایډن څخه ملاتړ نه کوي.
وال‌ سټریټ ژورنال د نورو مالوماتو له ورکولو پرته د باخبره سرچېنو له قوله لیکلي، چې ډونالد ټرمپ، اېلان ماسک او یو بل امریکايي پانګه‌وال نلسون پلټز، د هغې «پروژې په اړه چې په رای ورکولو کې به د درغلیو مخه نیسي» هم خبرې کړې دي.
د امریکا د پخواني ولسمشر د ټاکنیز کمباین ویاند برایان هیوز دغې ورځپاڼې ته ویلي، چې یوازې ډونالډ ټرمپ کولای شي پرېکړه وکړي چې «یو کس د هغه د ولسمشرۍ پر مهال څه وړ رول لوبولای شي.»
اېلان ماسک د دغه راپور په اړه له ځواب ویلو ډډه کړې.
په تېره مارچ میاشت کې اېلان ماسک په فلوریډا کې له ډونالډ ټرمپ سره تر کتنې وروسته ویلي و، چې د امریکا په ټاکنو کې به له هیڅ یو نوماند څخه مالي ملاتړ نه کوي.
خو د دغو ټولو خبرو سره، سره ایلان ماسک په دې وروستیو کې په پراخه توګه له جمهوری غوښتونکو څخه خپل ملاتړ په ډاګه کړی دی.