د ایران د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماندانو نوم لیکنه پیل شوه

د ایران د اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزیر د ایران د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماندانو د نوم لیکنې بهیر د پیل خبر ورکړ.

احمد وحیدي د پنجشنبې په ورځ وویل:«د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې بهیر به پنځه ورځې وي، اوه ورځې به د وړتیاو د ارزونې لپاره او ۱۴ ورځې نورې به د نوماندانو د ټاکنیزو کمپاینونو لپاره دوام ولري.»
نوموړي ویلي، ټول خلک دې په دغو ټاکنو کې د‌ پراخ ګډون لپاره ځانونه چمتو کړي.
ایرانیان به په دې ټاکنو کې د ایران لپاره د حکومت څوارلسم ولسمشر وټاکي.
د نګبهان شورا به په ټاکنو کې د ګډون لپاره د نوماندانو صلاحیتونه وارزوي.
د ایران د کورنیو چارو وزارت د مهال وېش پر بنسټ، د ولسمشریزو ټاکنو وروستي نوماندان به د روانې غبرګولي میاشتې په ۲۲مه نېټه اعلان شي.
د ایران پخوانی ولسمشر ابراهیم رییسي او د هغه د حکومت د بهرنیو چارو وزیر له یو شمېر نورو کسانو سره د غويي په ۳۰مه نېټه هغه مهال ووژل شو، چې د دوی د سپرلۍ چورلکه ولوېده.
د ایران د اساسي قانون له مخې، د ولسمشر د مړینې وروسته باید د ولسمشرۍ ټاکنې په ۵۰ ورځو کې ترسره شي.