‏عبدالله د ناروې، اسپانیا او اېرلنډ له‌خوا د فلسطین دولت په رسمیت پېژندلو پرېکړې هرکلی وکړ

د ملي روغې جوړې عالي شورا پخواني مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د ناروې، اسپانیا او اېرلنډ هېوادونو له‌خوا د فلسطیني دولت په رسمیت پېژندلو له ګډې پرېکړې هرکلی وکړ.

هغه په اېکس پاڼه د دغې پرېکړې د هرکلي ترڅنګ پر رفح د اسراییل وروستي برید په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.
‏هغه لیکلي:« په خواشینۍ سره د دغې پرېکړې اعلان په رفح کې د فلسطیني پناه غوښتونکو پر پنډغالي د اسراییل د هغه هوایي برید سره هم‌مهاله و، چې په کې بې ګناه ښځې، ماشومان او سپین ږېري قرباني شول.»
هغه زیاته کړې:« هيله‌من یو، چې د يادو هېوادونو هوښيارانه دريځ وشي کړای د سولې په ټينګښت او په فلسطين کې د اوږدې او خونړۍ جګړې په پای ته رسولو کې مرسته وکړي.»
تر دې وړاندې الجزیرې راپور ورکړی و، د رفح په لویدیځ د الموصي سیمه کې پر فلسطیني کډوالو د اسراییل په هوايي برید کې ۲۱ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
د دغه راپور له مخې، د سې شنبې په ورځ (د غبرګولي ۸مه) نېټه د اسراييل پوځ هغه سیمه په نښه کړه، چې مخکې د بشر دوستانه موخو او د فلسطيني کډوالو د اوسېدو لپاره ټاکل شوې وه.
الجزیرې لیکلي، چې په وژل شویو کې ۱۳ ښځې هم شاملې دي.
ناروې، اسپانیا او اېرلنډ د سې شنبې په ورځ (د غبرګولي په اتمه) اعلان وکړ، چې د اسراییل له غبرګون سره، سره یې د فلسطین دولت په رسمیت وپېژاند.
درې واړه هېوادونه وايي، هیله لري چې د دوی دغه پرېکړه به د اروپایي ټولنې نور هېوادونه هم وهڅوي چې ورته کار وکړي.