د افغانستان لومړنی ټرانزیټي اورګاډی له ۴۰ ورځو وروسته د ترکیې وان ته ورسېد

د ایران ایسنا خبري اژانس وایي، د افغانستان لومړنی ټرانزیټي اورګاډی له ۴۰ ورځو وروسته نن د ترکیې وان ښار ته ورسېد. دغه اورګادی چې د غویي میاشتې په لومړۍ نېټه ایران ته رسېدلی و؛ د افغانستان تولیدات ترکیې او اروپا ته لېږدوي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، په دغه اورګاډي کې یو زر سل ټنه معدني ډبره بار وه، چې د ایران د روزنک اورګاډي تمځي کې درول شوی و.
سره له دې چې د ایران د رېلي پراختیایي کنسرسیوم مرستیال د غویي په ۴مه ویلي و، چې له ایران ترکیې ته د افغانستان د تلونکي ټرانزیټي اورګاډي ستونزه هواره شوې، خو بیا هم روښانه نه ده چې تر اوسه ولې دغه ګاډي ته د تګ اجازه ورکړل شوې نه وه.
اېسنا خبري اژانس وایي چې د دغه اورګادي د درولو علت معلوم نه دی، خو تر دې وړاندې ویل شوي و، چې د رېلي پراختیایي کنسرسیوم او د ایران د پټلۍ د مسوولانو ترمنځ اختلافونه د دې ټرانزیټي ګاډي د درېدو لامل وو.