د روسیې ولسمشر په دوه ورځيني سفر ازبکستان ته ځي

د روسیې دولتي رسنۍ د راپور له مخې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دوه ورځیني سفر ازبکستان ته ځي. تاس خبري اژانس راپور ورکړی، چې ولادیمیر پوتین به په دې سفر کې د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو په پراختیا خبرې وکړي.

په راپور کې راغلي، چې پوتین به نن ازبکستان ته ولاړ شي.
دا واک ته له بیا ځلې رسېدو وروسته له روسیې بهر د ښاغلي پوتین درېیم سفر دی.
د راپورونو له مخې، په نوې دوره کې د نوموړي لومړی سفر چین او بیا بلاروس ته و.
د روسیې دولتي رسنۍ راپور ورکوي، چې دواړه مشران به د سیمې د مسایلو په اړوند هم خبرې وکړي.
ټاکل شوې، چې ددې سفر پر مهال د همکاریو څو سندونه هم لاسلیک شي.