په نوي پاپوا ګینه کې د ځمکې ښویېدو له امله څه باندې ۶۷۰ کسان مړه شوي دي

رویټر خبري اژانس په نوي پاپوا ګینه کې د ځمکې ښویېدو له امله د څه باندې ۶۷۰ کسانو د مړينې خبر ورکړی. دغې رسنۍ د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۶مه) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې په دې پېښه لږ تر لږه ۱۵۰ کورونه تر خاورو لاندې شوي دي.

په راپور کې تراوسه د شلو کسانو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوی او زیاته شوې ده، چې تراوسه د ۵ کسانو مړي د خاورو له لاندې راېستل شوي دي.
په راپور کې راغلي، چې د پېښې د قربانیانو شمېر د زیاتېدو په حال کې دی.
ویل کیږي، چې تر خاورو لاندې د بندو پاتې شویو کسانو د اېستلو لپاره عملیات د ابتدایي وسایلو په واسطه روان دي، خو د پېښې قربانیانو ته په کتو سره اړتیا ده چې په دې عملیاتو کې له درنو ماشینونو کار واخیستل شي.
رویټرز دغه راز زیاته کړې ده، چې په سیمه کې د پېښې د بیا تکرار له ویرې څخه شاوخوا یو زرو ۲۵۰ کسان له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.
په نوي پاپوا ګینه کې د ملګرو ملتونو دفتر رویټرز ته ویلي، چې د پېښې ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي.
مرستندویه ادارې هڅه کوي چې له بې ځایه شویو کسانو سره د سرپناه، خوراکي او روغتیایي توکو په برخه کې مرستې وکړي.