اسراییل وروسته له هغه په رفح برید وکړ، چې د عدالت نړۍوالې محکمې د برید د درولو امر کړی و
اسراییل یوه ورځ وروسته له هغې چې د ملګرو ملتونو د عدالت نړۍوالې محکمې حکم وکړ، چې پر رفح پوځي عملیات ودروي؛ دغه هېواد د رفح په ګډون د غزې په تړانګه بمباري کړې ده.
د عدالت نړۍوالې محکمې هم د حماس ډلې سره د ټولو یرغمل شویو د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه وکړه؛ خو له دې څو ساعته وروسته د اسراییل پوځ اعلان وکړ، چې عسکرو یې د غزې له شمالي سیمو څخه د درېیو نورو یرغمل شویو مړي موندلي دي.
دغې محکمې اسراییل ته امر وکړ ،چې د مصر او غزې ترمنځ د رفح لاره پرانیستې وساتي.
د اسراییل د ملي امنیت سلاکار تزاچي هنیګبي په یوه ګډه وینا کې وویل:« اسراییل په رفح کې داسې پوځي عملیات نه کوي، چې په کې د فلسطین ولسي وګړو ته زیان ورسېږي.»
له بل پلوه تازه له لبنانه د اسراییل پر شمالي سیمو ۲۰ توغندي توغول شوي دي.
د الجزیرې د راپور له مخې د اسراییل پوځ ویلي، چې د لبنان له سویل څخه د شمالي اسراییل پر ځینو سیمو شاوخوا شل توغندي توغول شوي دي.
پوځ زياته کړې، چې په دغو پېښو کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
پوځ دا رنګه ویلي، چې د اسراییل جنګي الوتکو د لبنان په سویل کې په سوانح او رامیه سیمو کې د "حزب الله پوځي تاسیسات" او همدارنګه د یارون په سیمه کې "د حزب الله ترهګریز بنسټونه" او د حنین په سیمه کې "حزب الله ترهګر" په نښه کړل.