امریکا له اوکراین سره د ۲۷۵ مېلیون ډالرو په ارزښت د پوځي مرستو د یوې نوې کڅوړې اعلان وکړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ د ۲۷۵ مېلیون ډالرو په ارزښت اوکراین ته د پوځي مرستو په لړ کې د یوې نوې کڅوړې خبر ورکړی. انتوني بلېنکن ویلي، چې هېواد یې له اوکراین سره د روسیې د یرغل پر ضد ولاړ دی.

داسې ویل شوي، چې په دغو نویو مرستو کې د ۱۵۵ ملي متره ویشتونکو توپونو مرمۍ، د هوایي او ځمکنیو وسلو او مهماتو تر څنګ یو شمېر نقلیه وسیلې هم شاملې دي.
روسي پوځ په دې وروستیو کې د اوکراین پر شمال ختیځ ښار خارکیف بریدونه زیات کړي او دا رنګه یې د مې له لسمې را په دې خوا د اوکراین پر شمال هم نوي بریدونه پیل کړي دي.

اوکراین وایي، دغه بریدونه دمګړۍ په دوو جبهو کې درول شوي دي.
د امریکا دغه نوې مرستې په بېړنیو حالاتو کې د کانګرس له تایید پرته د ولسمشر له واکونو په کار اخیستنې ترسره شوې دي.