د شانګهای د همکاریو سازمان: تېر کال مو د ۱۸۱ ترهګریزو بریدونو مخه ونیوله
د شانګهای د همکاریو سازمان د ترهګرۍ سره د مبارزې د جرګګۍ مشر وايي، چې د سازمان د غړو هېوادونو استخباراتي ادارو په ۲۰۲۳ کال کې د ۱۸۱ ترهګریزو بریدونو مخه نېولې ده.
روسلان میرضیایف وايي، چې په تېر میلادي کال کې یې ۲۱۴ بهرني وسلهوال هم نیولي؛ خو هغه د دغو نیول شویو کسانو په اړه نور جزییات نه دی ورکړي.
د روسیې د ریانووسټي خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ د (غبرګولي په ۳مه) راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې یې د ترهګرۍ ۹۵ ځالې هم له منځه وړې دي.
روسیه، ایران، هند، قزاقستان، قرغزستان، چین، تاجکستان، اوزبکستان او پاکستان د شانګهای د همکاریو سازمان غړي هېوادونه دي.
د دغو هېوادونو په ډله کې یوشمېر یې د ټولیز امنیت د سازمان غړیتوب هم لري.
هغه مهال چې په افغانستان کې طالبان د ۱۴۰۰ کال د زمري په میاشت کې بیا واک ته رسېدلي، د منځنۍ اسیا هېوادونو ته له افغانستانه د ترهګرو ډلو په اړه اندېښنې هم زیاتې شوې دي.
قزاقستان د ۲۰۲۳ کال د جولای له پنځمې را په دې خوا د شانګهای د همکاریو سازمان مشري په غاړه لري.
د هغو شمېرو له مخې چې روسلان میرضیایف وړاندې کړې، د ترهګرو ۱۳ کانالونه د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو لهخوا پېژندل شوي دي.
د ناقانونه قاچاق کوونکو ۱۴ ډلې، د ۱۵۸۹ وسلو او مهماتو او ۶۶۰ کیلو چاودېدونکو توکو سره یو ځای کشف او نیول شوي، چې دا په ۲۰۲۳ کال کې د شانګهای د همکاریو سازمان سترې لاس ته راوړنې بلل کېږي.