د امریکا د استازو جرګې مشر: بنیامین نتنیاهو به ډېر ژر په کانګرس کې وینا وکړي

د امریکا د استازو جرګې مشر مایک جانسون خبر ورکړی، چې د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو به ډېر ژر د امریکا په کانګرس کې وینا وکړي. ښاغلي جانسون په کانګرس کې د نتنیاهو حضور له اسراییل څخه د امریکا د ملاتړ « پیاوړې ننداره» وبلله.

بنیامین نتانیاهو به داسې مهال په کانګرس کې حضور پیدا کړي، چې په دې وروستیو کې پر غزې د جګړې د مدیریت پر څرنګوالي د هغه او جو بایډن ترمنځ اړیکې ترېنګلې شوې.
د کانګرس د جمهوري غوښتونکو مشر د امریکا په استازو جرګې کې د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د وینا خبره د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې د اسراییل په سفارت کې د خپلواکۍ ورځې په کلنیو مراسمو کې د خپلې وینا پرمهال وکړه.
مایک جانسون د اسراییل په اړه د جو بایډن پر سیاستونو یو له سختو نیوکه کوونکو څخه دی.
د امریکا په استازو جرګه کې د ډیموکراټانو استازي پېټ اګېلار هم د اسراییل په سفارت کې وویل:« زه د یوه امریکایي په توګه له اسراییله د ملاتړ په برخه کې په خپلې ژمنې ټینګار کوم.»
د امریکا دولت هرکال خپل یو جګپوړی چارواکی په دغو مراسمو کې د وینا لپاره د اسراییل سفارت ته استوي، چې په دې توګه د تل ابېب ځای ځایګی د واشنګټن د اصلي متحد په څېر څرګند کړي.
تېر کال د امریکا د ولسمشر مرستیالې کامالا هرېېس هم په دغو مراسمو کې ګډون کړی و.