د مقاومت جبهه وایي، چې په هرات کې یې دوه طالبان وژلي
د ملي مقاومت جبهې د جمعې په ورځ وویل، چې د هرات په دولسمه امنیتي حوزه کې یې د طالبانو دوه غړي وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.
د دغې جبهې په وینا، په دې بريد کې د دوی ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان نه دى رسیدلی.
په هغې اعلاميه کې چې دغې جبهې د جمعې په ورځ (د غبرګولي څلورمه) خپره کړه، ويل شوي چې دغه بريد تېره شپه ترسره شوى دى.
د ملي مقاومت جبهه وايي، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې به د طالبانو پر ضد خپلو بریدونو ته تر هغه دوام ورکړي، څو په افغانستان کې د طالبانو "نا مشروع" واکمني پای ته نه وي رسېدلې.