فلسطیني خبریالانو ته د "مطبوعاتو د ازادۍ د اتل" جایزه ورکړل شوه

هغه فلسطيني خبريالانو چې د غزې جګړې ته يې خبري پوښښ ورکړی، د « ۲۰۲۴کال د نړۍ د مطبوعاتو د ازادۍ اتل» جايزه وګټله. د جایزې ورکوونکي بنسټ له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا جایزه د لومړي ځل لپاره د خبریالانو یوې ډلې ته ورکړل شوې ده.

په دې نوملړ کې په غزه کې د الجزیرې عربي مشر وایل دادوه هم شامل دی، چې مېرمن، زوی، لور او لمسی یې د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر میاشت کې د اسراییل په هوايي برید کې وژل شوي وو.
دغه جایزه بلال جادالله ته چې د ۲۰۲۳ کال په نومبر کې د اسراییل په ډزو کې ووژل شو، هم ورکړل شوې.
د نړۍوال مطبوعاتو انسټیټیوټ (ای پي ای) او د نړۍوالو رسنیو ملاتړ (ای اېم اېس) له‌خوا په ګډه وړاندې شوې دغه جایزه د فلسطیني خبریالانو زړورتیا او په غزه کې د جګړې پوښښ په ګوته کوي.
په بیان کې راغلي دي:« هغوی خپل ژوند له ګواښ سره مخ کړ؛ چې په ډېرو سختو شرایطو کې د فلسطینیانو وضعیت بیان کړي.»
د ۲۰۲۳ کال له اکټوبر راهیسې، اسراییل غزې ته د بهرنیو خبریالانو د ورتګ مخه نیولې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د غزې د جګړې له پیل راهیسې په سیمه کې ۱۰۵ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي چې ډېری یې فلسطیني خبریالان وو.
دغه جایزه به د مې په ۲۳مه د بوسنیا او هرزیګوینا په پلازمېنه سراجیوو کې دغه خبریالانو ته ورکړل شي.