د امریکا استازو جرګه: بلېنکن دې د رییسي په مرګ د غمرازۍ څرګندولو په اړه سپیناوی ورکړي
د امریکا ولسي استازو د دغه هېواد له بهرنیو چارو له وزیره غوښتي، چې د ایران د وژل شوي ولسمشر ابراهیم رییسي په وژلو دې د غمرازۍ ښودلو په تړاو سپیناوی ورکړي.
۱۲ د امریکا په استازو جرګه کې د جمهوري غوښتونکي ګوند استازو د یو لیک په ترڅ کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر د غمرازۍ پیغام «شرموونکی» بللی.
دغو استازو د امریکا د بهرنیو چارو له وزیره په کلکه غوښتنه کړې، چې د چنګاښ له پنځلسمې وړاندې دې د هغې غمرازۍ څرګندولو په اړه سپیناوی ورکړي چې د یو «کرکجن او قاتل انسان» په مرګ یې څرګنده کړې ده.
د ابراهیم رییسي له مړینې وروسته یو شمېر کړۍ وايي، د ایران دولتي چارواکي په دې لټه کې دي چې واک ته د هغه پر ځای داسې کس ونوموي چې غواړي د اټومي وسلو د پراخولو لپاره کار وکړي.
د پولیټیکو د راپور له مخې، د ایران مذهبي ډله غواړي داسې کس د ښاغلي رییسي ځای ناستی شي چې د اټومي وسلو د پراخولو چټکتیا ته لېواله وي.
د دغه راپور له مخې، په ایران کې د اټومي وسلو د پرمختګ لپاره په دې وروستیو کلونو کې لېوالتیا ډېره شوې چې یوه بېلګه یې له اسراییل سره د مخامخو کړکېچونو زېږول، په سیمه کې تاوتریخوالي ته لمن وهل او د نیابتي جګړو ډېرېدل دي.
په یوې بلې پرمختیا کې د اټومي انرژۍ د نړۍوال اژانس مشر رافایل ګروسي ویلي، د ابراهیم رییسي او حسین امیرعبداللهیان مړینه د دې لامل شوه چې د اټومي انرژۍ د سازمان سره د خبرو اترو او همکاریو لړۍ په ټپه ودرېږي.
ګروسي دا رنګه ویلي، چې ایران دا مهال د خپل وژل شوي ولسمشر لپاره د «غم په ټغر» ناست دی.
بل خوا ایراني پولیسو هغه ۳۵ کسه نیولي، چې د دوی په وینا په خواله رسنیو کې یې د ابراهیم رییسي پر ضد کرکجن مطالب خپرول.
د ایران د سایبري پولیسو مشر وايي، په تېرو ۳۶ ساعتونو کې یې هغه ۳۵ کسان نیولي چې د ولسمشر د چورلکې د نسکورېدو په تړاو یې کرکجنې لیکنې خپرولې.
د ایران د ولسمشر د مړینې وروسته یو شمېر ایرانیانو خوښي څرګندوله او ځینو یې په خواله رسنیو کې د هغه د وژل کېدو په اړه طنزیه لیکنې او کارتونونه هم خپاره کړي دي.