د بښنې نړۍوال سازمان: د رییسي ناوړه میراث له بشري حقونو پراخه سرغړونه وه
د بښنې نړۍوال سازمان دې ته په اشارې سره چې د ابراهیم رییسي لهخوا د بشري حقوقو پراخې سرغړونې د هغه ناوړه میراث دی، ټینګار وکړ چې د ایران د ولسمشر مړینه باید د دغه هېواد خلک عدالت او حقایقو ته د لاسرسي له حقه محروم نه کړي.
د بښنې نړۍوال سازمان له لوري د چهار شنبې په ورځ د غبرګولي په دویمه نېټه یوه خبرپاڼه خپره شوه، د رییسي تاریخ ته په اشارې سره چې له ۱۳۵۸ کال راهیسې په ۲۰ کلنۍ کې په واک کې پاتې شوی په قضايي او اجراییه قوه کې د هغه چټک پرمختګ او د تېرو ۴۴ کلونو په جبر کې د هغه مستقیم رول ته اشاره کړې ده.
د بښنې نړۍوال سازمان په دغه خبرپاڼه کې په ۶۰مه لسیزه کې د زرګونو سیاسي مخالفینو په جبري بې درکه کولو او په ۱۳۶۷ کال کې د زرګونو سیاسي مخالفینو په جبري وژنو او له قضايي ناعادلانه اعدامونو، قتل، خپلسري نیول، د زرګونو لاریون کوونکو په جبري بې درکه کولو او شکنجه کولو کې د ابراهیم رئیسي مستقیم رول او د ښځو په ځورونه او هغه نجونې چې حجاب نه اغوندي په ځورونه او له بشري حقونو څخه نورې جدي سرغړونو کې د ابراهیم رییسي مستقیم رول بللی دی.
د منځني ختیځ او شمالي افریقا لپاره د بښنې نړۍوال سازمان د سیمهایزې مرستیالې ډیانا ال طحاوي په وینا، «تر هغه چې ابراهیم رییسي ژوندی و، باید د بشریت ضد جرمونو لکه قتل، جبري ورکېدل او شکنجې په اړه جرمي تحقیقات شوي وای. د هغه مړینه باید د قربانیانو او د هغوی کورنۍ حقایقو ته د لاسرسي او د ټولو هغو کسانو د محاکمې او مجازاتو له حق څخه بې برخې نه کړي چې رییسي یې په جرمونو کې ښکېل وو.»
الطحاوي د اسلامي جمهوریت د چارواکو د لسیزو سیستماتیک معافیت ته په اشارې سره وویل:« نړۍواله ټولنه باید د ابراهیم رییسي او د اسلامي جمهوریت د نورو چارواکو لهخوا د نړۍوالو جنایتونو او له بشري حقوقو څخه د جدي سرغړونو د قربانیانو د ځواب لپاره یوه لار ومومي.»
د ایران د بشري حقونو سازمان تر دې مخکې د رییسي مړینه د قدرت خاوندانو ته یو پیغام بللی و چې، ژوند تل په یوه پښه نه بدلېږي او د هغوی وار به هم راځي.
د ایران د بشری حقوقو د ادارې مشر محمود امیري مقدم له ایران انټرنشنل سره په مرکه کې وویل، رییسی په ایران کې د جنایتکارانو له ډلې څخه یوه بېلګه وه او موږ باید د بشري حقونو د نورو سرغړونکو د محاکمه کولو او د قربانیانو د کورنیو لپاره د عدالت پلې کولو په برخه کې هڅې جاري وساتو.
د بښنې نړۍوال سازمان په خپل بیان کې دې ته اشاره کړې، چې په ۱۳۹۷ کال کې ابراهیم رییسي په عامه توګه د ډلهییزو وژنو دفاع وکړه او دا وژنې یې د رژیم یوه له ویاړه ډکه لاسته راوړنه وبلله.
دغه سازمان وايي، د لسیزو راهیسې، د قربانیانو کورنۍ په خورا ظلم سره له حقایقو، او عدالت ته له لاسرسې منعه شوي او د چارواکو څخه د حساب غوښتنې پر مهال د قربانیانو خپلوان محاکمه شوي دي.
د اعدام شویو سیاسي بندیانو د کورنیو په ګډون د مدعیانو کورنیو د ابراهیم رییسي د مړینې او د ۶۷م قتل عام په تور محکمې ته د هغه د وړاندې کولو د فرصت له لاسه ورکولو په اړه غبرګون ښودلی دی.
د بخښنې نړۍوال سازمان په بیان کې، د "مخدره توکو سره په نوې جګړه" کې د مرګ د سزا زیاتوالي ته په اشارې سره یادونه کړې، چې د رییسي د حکومت له لورې پارلمان ته وړاندې شوې ده، که دا قانون بدل شي. د مخدره توکو اړوند جرمونو لپاره د اعدام سزا کارول به د مخدره توکو کارو بار خورا پراخه کړي.
د بښنې نړۍوال سازمان د خپلې اعلامیې په یوه بله برخه کې د ښځو پر حقونو په تاوتریخوالي کې د رییسي حکومت ته اشاره کړې ده،او ویل کېږي چې د "ښځې، ژوند، ازادۍ" له پیل راهیسې د هغه د حکومت چارواکو او د مختلفو اجرایوي ادارو لکه د کورنیو چارو وزارت چې د ده تر څارنې لاندې فعالیت کوي، د قانون د پلې کولو لپاره په تاوتریخوالي ډک کمپاین کې ښځې او نجونې وځورولې.
د دې بیانیې په پای کې په منځني ختیځ او شمالی افریقا کې د بښنې نړۍوال سازمان د سیمهایز مشر مرستیال ټینګار وکړ، چې د ابراهیم رییسی میراث په ایران کې د معافیت د کړکېچ یوه یادونه ده او حکومتونه باید د اسلامي جمهوریت د چارواکو پرضد جنایي تحقیقات پیل کړي.