ملا عبدالکبیر: ابراهیم رییسي له طالبانو سره ښې اړیکې درلودې
د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په کابل کې د ایران سفارت له ډېپلوماتانو سره په کتنه کې وویل، چې د ایران پخواني ولسمشر ابراهیم رییسي له طالبانو سره ښې اړیکې درلودې.
ملا عبدالکبیر چې نن په کابل کې د ایران سفارت ته د ابراهیم رییسي او ورسره مل پلاوي د مړینې له امله د غمشریکۍ په موخه ورغلی و، زیاته کړه چې هیله لري تر دې وروسته هم دا ډله له ایران سره ښې اړیکې ولري.
د طالبانو ریاست الوزرا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ملا کبیر له قوله لیکلي: "ارواښاد رییسي له طالبانو سره ښې اړیکې ټینګې کړې وې او امید دی، چې له دې وروسته هم د افغانستان او ایران ترمنځ دوستانه اړیکې لا غښتلې شي."
د خبرپاڼې له مخې؛ د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال دغه راز د تعزیت په موخه اېښودل شوي کتاب کې هم لاسلیک وکړ.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي د جنازې په مراسمو کې د ګډون په موخه د یوه پلاوي په مشرۍ نن تهران ته ولاړل.
ایران د ابراهیم رییسي او د هغه د ملګرو د جنازې لپاره ۳ ورځني مراسم جوړ کړي دي.
د ابراهیم رییسي او د هغه د ملګرو د تدفین رسمي مراسم د سې شنبې په ورځ په تبریز کې پیل شول او وروسته یې جسدونه تهران ته ولېږدول شول.
د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افغانستان او ایران اړیکې:
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته ایران یو له هغو لومړنیو هېوادونو څخه و، چې له طالبانو سره یې سیاسي او اقتصادي اړیکې پیاوړې کړې.
اسلامي جمهوریت په تهران کې د افغانستان سفارت د طالبانو استازو ته وسپاره او تر هغه وروسته یې له دغې ډلې سره خپلې ډېپلوماتیکې او سوداګریزې اړیکې هم پیاوړې کړې.
ایراني چارواکو تل هڅه کړې؛ څو د سیمې له هېوادونو سره د طالبانو لپاره د مثبت تعامل زمینه برابره کړي.
څه موده مخکې د افغانستان په چارو کې د ایران د مخکیني ولسمشر ځانګړي استازي هم ویلي وو، چې دغه هېواد هڅه کوي څو د طالبانو حکومت په یوه ستراتیژیک ملګري بدل کړي.
سره له دې چې د طالبانو او ایران ترمنځ اړېکې ښې بلل کیږي؛ خو وخت ناوخته بیا د دواړو لورو ترمنځ ترینګلتیاوې هم رامنځته شوې دي.
د ایراني چارواکو او طالبانو تر منځ د اوبو پر سر څو ځلې لفظي شخړې رامنځته شوې دي.
دې موضوع ان وخت ناوخته سرحدي وسله والو شخړو ته هم زمینه برابره کړې ده.
ایراني چارواکو تل ټینګار کړی، چې د ایران حقابه باید ورکړل شي کنه دا هېواد به پر طالبانو فشار راوړي.
څه موده مخکې د ایران په ولسي جرګه کې د ملي امنیت د کمېسیون یوه غړي وړاندیز کړی و، چې ایران دې له هغو اوبو او برېښنا څخه پر طالبانو د فشار په توګه کار واخلي، چې ایران یې د افغانستان سرحدي سیمو ته ورکوي.
هرات یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې له ایران سره پر پوله پروت دی او د دغه هېواد له وارداتي برېښنا څخه ګټه اخلي.
د دې ترڅنګ له تېر یوه کال راهیسي ایران له دې هېواده زرګونه افغانان هم په جبري توګه واېستل، چې دا مساله له پراخو نیوکو او غبرګونونو سره مخ شوه.
په افغانستان کې د داعش ډلې نفوذ او د نشه یي توکو کر او قاچاق هغه دوه نور موارد دي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یې ستونزې جوړې کړي دي.
ایران له طالبانو شکایت کوي، چې دا ډله په جدي توګه د یادو پدېدو په وړاندې اقدام نه کوي او طالبان بیا وایي، چې په افغانستان کې د نشه یي توکو کر او قاچاق ختم شوی او داعش ډله هم په افغانستان کې نشته.