د تهران په پوهنتون کې د ابراهیم رییسي او د هغه سره د مل پلاوي د جنازې مراسم پیل شول

د تهران په پوهنتون کې د ابراهیم رییسي او د هغه د مل پلاوي د جنازې مراسم پیل شول. په دغه مراسمو کې د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه، د حزب الله سرمنشي مرستیال نعیم قاسم او د ایران د نیابتي ځینو ډلو استازو هم ګډون کړی دی.

له بل پلوه د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر او د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم په دغو مراسمو کې د ګډون په موخه تهران ته سفر وکړ.
د طالبانو د لوړپوړو چارواکو ترڅنګ په دغو مراسمو کې د ترکیې د ولسمشر مرستیال او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر هم برخه اخلي.
تر دې وړاندې داسې ویل کېده، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به هم په دغو مراسمو کې ګډون وکړي؛ خو تاس خبري اژانس په دې اړه خپاره شوي خبرونه ناسم وبلل.
دغه اژانس ویلي، چې په دې مراسمو کې به د دغه هېواد د استازو جرګې مشر ګډون وکړي.
د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي او ورسره پلاوي چورلکه د تېرې یکشنبې په ورځ د ایران په ختیځ اذربایجان کې غورځېدلې وه، چې تر ۱۶ ساعتونو عملیاتو وروسته د هغوی غورځېدلې چورلکه او د دوی مړي وموندل شول.