د ټرمپ یو سلاکار د جرمونو د نړۍوالې محکمې پر چارواکو د بندیزونو غوښتونکی شو

له هغه وروسته چې د جرمونو نړۍوالې محکمې څارنوالانو د اسراییل د لومړي وزیر او دفاع وزیر د نیولو غوښتنه وکړه، د ټرمپ د بهرني سیاست سلاکار رابرټ اوبراین له بنیامین نتنیاهو او اسراییلي چارواکو سره تر لیدنې وروسته د امریکا له‌خوا د دغې محکمې پر چارواکو د بندیزونو لګولو غوښتونکی شو.

هغه د نتنیاهو او د هغه د دفاع وزیر د نیونې په اړه د محکمې حکم صادرول « بې منطقه پرېکړه» بللې ده.
ښاغلي اوبراین رویټرز خبري اژانس ته په خبرو کې ویلي، امریکا کولای شي د جرمونو د نړۍوالې محکمې د قاضیانو او څارنوالانو پر بانکي حسابونو بندیزونه ولګوي او د هغوی پر سفرونو دې هم بندیز ولګول شي.
رابرټ اوبراین چې د ټرمپ د امنیت ادارې وروستی سلاکار هم و، په تېرو ورځو کې اسراییل ته یې د خپل یوه سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له لومړي وزیر او نورو چارواکو سره ولیدل.
د ښاغلي اوبراین دغه سفر د ټرمپ د متحدینو د یوه پلاوي له‌خوا د بهرنیو چارواکو سره د مشورې لپاره د یوې نادرې هڅې یوه برخه وه.
دغه ګام داسې مهال اخیستل کېږي، چې د غزې د جګړې په سر د امریکا او اسراییل ترمنځ اړیکې ترېنګلې شوې دي.
د جرمونو د نړۍوالې محکمې ستر څارنوال کریم خان د دوشنبې په ورځ د حماس او اسراییل مشران تورن کړل، چې « جنګي جنایت او د بشریت ضد جنایت» یې تر سره کړي دي او د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو، د اسراییل د دفاع وزیر یواو ګالانټ او د حماس د درېیو مشرانو د نیونې غوښتنه یې وکړه.
تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر جو بایډن هم د اسراییل د لوړپوړو چارواکو د نیونې حکم رد کړی و.