د غزې کړکېچ؛ په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې ۸۵ فلسطینیان وژل شوي او ۲۰۰ ټپیان دي

د غزې د روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې اسراییل د رفح د یبنا د کډوالو د کمپ سربېره یو شمېر نورې سیمې په نښه کړي، چې ۸۵ کسان پکې وژل شوي او ۲۰۰ ټپیان دي.

الجزیرې خبري شبکې خبر ورکړی، چې د یبنا د کډوالو په کمپ کې درې ماشومان هم وژل شوي دي.

د فلسطین د روغتیا وزارت بیا ویلي، چې د اشغال شوې لویدیځې غاړې په جنین ښار کې د اسرايیلي پوځ په برید کې د یوه ښوونکي او ډاکټر په ګډون لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي دي.

بل خوا د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر بیا ویلي، په تېرو دوو اوونیو کې د غزې ۴۰ سلنه نفوس یا تر ۹۰۰ زرو ډېر وګړي په زوره بې ځایه شوي دي.

د اکټوبر له اوومې راهیسې پر غزې د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۳۵۶۴۷ کسان وژل شوي او ۷۹۸۵۲ نور ټپیان شوي دي.