د نړۍ په اوو هېوادونو کې د رییسې د مړینې له امله ماتم اعلان شوی دی
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې؛ د ابراهیم رییسي او ورسره مل پلاوي د وژل کېدو له امله په سوریه او لبنان کې درې - درې ورځې او په عراق، هند، ترکیه او پاکستان کې بیا یوه - یوه ورځ عمومي ماتم اعلان شو.
د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي او ورسره پلاوي چورلکه وړمه ورځ ناوخته د ایران په ختیځ اذاربایجان کې غورځېدلې وه، چې تر ۱۶ ساعتونو عملیاتو وروسته د هغوی غورځېدلې چورلکه او د دوی مړي وموندل شول.
که څه هم د ابراهیم رییسي او ورسره د مل پلاوي ناڅاپي وژل کېدو بېلابېل غبرګونونه درلودل؛ خو مونږ په دې راپور کې د یو شمېر هېوادونو او نامتو رهبرانو غبرګونونو ته او همداراز د هغو چارواکو چې ټاکل شوې د رییسي د جنازې په مراسمو کې برخه واخلي، اشاره کوو.
د یادو ایراني چارواکو د جنازې په مراسمو کې له افغانستانه د طالبانو د لوړپوړو چارواکو ترڅنګ د ترکیې د ولسمشر مرستیال او د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر هم برخه اخلي.
مخکې ویل شوي وو، چې د دغو ایراني چارواکو د جنازې په مراسمو کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم برخه اخلي؛ خو تاس خبري اژانس په دې اړه خپاره شوي خبرونه ناسم وبلل او زیاته یې کړه، چې په دې مراسمو کې د دې هېواد د استازو د جرګې مشر برخه اخلي.
له دې سره، د شمالي کوریا دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې د دې هېواد رهبر کیم جونګ اون د ایران د ولسمشر ځای ناستي ته د یوه پیغام په لېږلو سره د رییسي په مړینې خواشیني څرګنده کړې ده.
د شانګهای د همکاریو سازمان غړو د قزاقستان په پلازمېنې استانه کې د سې شنبې د ورځې په ناسته کې د ایران د مخکیني ولسمشر د مړینې له امله یوه دقیقه چوپتیا غوره کړه
دا غونډه د هغو غړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو او ډېپلوماتانو په کچه جوړه شوه، چې د شانګهای تړون په چوکاټ کې له ایران سره سیاسی او اقتصادی همکارۍ لري.
ایران تېر کال له دغه سازمان سره یو ځای شو او ټاکل شوې وه، چې حسین امیر عبداللهیان به د وزیرانو شورا په غونډه کې وینا وکړي.
د راپورونو له مخې؛ د تاجکستان د دولتي راډیو او ټلویزیون مسوولینو ته امر شوی، چې د دوو ورځو لپاره د سندرو او موسیقۍ له خپرولو ډډه وکړي.
دا پرېکړه د ابراهیم رییسي او له هغه سره د مل پلاوی له وژل کېدو وروسته وشوه.
د ویلو ده، چې د ابراهیم رییسي او د هغه د ملګرو د تدفین رسمي مراسم د سې شنبې په ورځ (د غبرګولي لومړۍ) په تبریز کې پیل شول او وروسته د هغوی جسدونه تهران ته ولېږدول شول.