د ایران کورنیو چارو وزير: د رييسي او د هغه د ملګرو د لټون عمليات پيل شوي
د ایران د کورنیو چارو وزير احمد وحيدي له صدا او سيما خبري اژانس سره په خبرو کې ويلي، چې د ولسمشر او د هغه د ملګرو د لټون لپاره یې عمليات پيل کړي؛ خو لا یې دقيق معلومات نه شته.
ایراني رسنيو ويلي، چې د ابراهیم رییسي د سپرلۍ چورلکه په ختیځ اذربایجان کې حادثه کړې ده.
د ایران چارواکو او ایراني رسنیو د ایران د ولسمشر د سپرلۍ د چورلکې په اړه بېلابېل معلومات خپاره کړي دي.
د ایران د کورنيو چارو وزير احمد وحيدي ويلي: « سېمه پیچلې ده، اړيکه ستونزمنه ده او موږ انتظار کوو، چې د ژغورنې ځواکونه سیمې ته ورسيږي ترڅو نتيجه اعلان کړو»
د ایراني رسنيو د معلوماتو له مخې؛ سيمه ته د ولسمشر کاروان او ۲۰ ژغورنکي ډلې هم روانې شوي دي.
د بيړنيو حالاتو د ادارې ویاند مجتبی خالدي ويلي، چې د ولسمشر د چورلکي د غورځېدو ځای ته یې اته امبولانسونه ليږلي دي.
خالدي زياتوي: « د پېښې ځای ته هوايي بيړنۍ چورلکي هم تللي؛ خو له بدمرغه د سختو دوړو له امله هوايي عمليات امکان نه لري»
د ایران خبري اژانس (ایرنا) په خپل راپور کې ويلي، چې د پېښې ځای ته یې ۲۰ ژغورنکې ډلې ليږلي دي.
ايرنا ليکلي، چې د سېمې د ناامني له امله د چارواکو د لټون عمليات وخت نيسي.
د ایران د محصلينو خبري اژانس (ايسنا) بيا په خپل راپور کې ويلي، چې د رييسي يو شمېر ملګري وژل شوي؛ خو مشخص کړي يې ندي.
د ختيځ اذربايجان د والي مرستیال هم تاید کړې، چې يوې چورلکي سقوط کړی.
د مرستيال والي علي ذاکري په خبره؛ په درېيو چورلکو کې، چې ولسمشر رييسي، بهرنيو چارو وزير، د ختيځ اذربایجان والي او یو شمېر نور چارواکې هم سپاره ول له جملې يې یوه چورلکه نسکوره شوې ده.
ذاکري زياته کړې: د « پېښې په اړه نور جزیيات نه لري»
د راپورنو له مخې؛ د ولسمشر د لېږد په چورلکه کې ایت الله الهاشم، د تبریز د جمعې امام او د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان هم موجود وو.
تر اوسه لا د پېښې نور جزیيات نه دي شریک شوي.