امیر خان متقي د ملګرو ملتونو له مرستیالې سره د دوحې د غونډې په اجنډا او ترکیب غږېدلی دی

طالبان وايي، چې د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې روزمېري ډیکارلو سره په لیدنه کې د دوحې راتلونکې ناستې پر اجنډا او ترکیب خبرې کړې دي.

متفي ویلي، چې دوحه راتلونکې ناسته کې د مخدره موادو پرخلاف مبارزه، مالي او بانکي مسایل او اقلیمي بدلون اغېزو په اړه بحث ښه موارد کېدلی شي.

د طالبانو تر واک لاندې د بهرنیو چارو وزارت ویاند نن یکشنبه (د غويي ۳۰مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په دغه ناسته کې د سرمنشي مرستیالې وویل، چې دوحه ۳ ناسته کې به د غړو هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو د استازو ترڅنګ دا ځل د نړۍوال بانک او اسیايي بانک استازي هم ګډون کوي.

په خبر پاڼه کې راغلي چې اغلې روزمېري ډیکارلو وویل، چې دوحه ۳ ناسته کې به د بحث محورونه پر مالي او بانکي موضوعاتو، مخدره موادو پر خلاف مبارزه او کروندګرو ته بدیل معیشیت او همدا راز د اقلیم بدلون او ترې افغانستان ته راټوکېدلو زیانونو په اړه خبرې اترې وشي.

خبرپاڼه زیاتوي؛ مرستیالې وویل، چې د دوحې په راتلونکې ناسته کې د افغانستان حکومت سره تعامل غواړي او ښايي واضح بحثونه او د دواړو لوریو پر غوښتنو او اندېښنو په اړه خبرې اترې ولري.

د طالبانو په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې اغلې ډیکارلو وویل، چې د دوحه درېیمه ناستې اساسي هدف افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې اړیکې عادي کول دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې متقي وویل اوس دغه ډله له یوناما سره په کابل کې ښې اړیکې لري او متقي ټينکار کړی چې په ملګرو ملتونو کې باید د افغانستان واقعي استازی د نظام استازیتوب وکړي او په دې اړه پراته خنډونه باید لرې شي.

متقي په دغه لیدنه کې د دوحې تېرې غونډې ته په اشارې سره وویل، چې د دوحې په دویمه ناسته کې هم معناداره ګډون غوښت او د نوموړي په وینا یوازې تشریفاتي ګډون ګټور ونه بلل شو.

په دغه لیدنه کې متفي ویلي؛ د دوحې په درېیمه ناسته کې د پورتنیو د بحث مواردو ترڅنګ ښايي د ترکیب په اړه یې هم هوکړې ته ورسېږي.

سیاسي چارو کارپوهان په دې باور دي، چې د دوحې ناستې څخه د طالبانو وېره دا ده، چې نړۍ په دغه ناسته کې د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکلي، هغه څه چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده ورسره کلک مخالفت څرګند کړی دی.

د دوی په باور نړۍ غواړي په دوحه کې له طالبانو سره د افغانستان په اساسي موضوعاتو بحث وکړي، چې له هغې جملې څخه له شپږمه پورته د انجونو پرمخ ښوونځي او پوهنتونونو پرانېستل، ښځو ته د کار اجازه او په افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت جوړل دي.