ایسنا: د ولسمشر ابراهیم رییسي د چورلکې د لوېدو احتمالي ځای وموندل شو
د ایران دولتي خبري اژانس ایسنا د سرې میاشتې د مرستې او ژغورنې ادارې د مشر په حواله خبر ورکړی، چې د ولسمشر ابراهیم د چورلکې د احتمالي ځای په ګوته شوی دی.
بابک محمودي له ایسنا سره په مرکه کې وویل: "څو دقیقې مخکې سیمې ته استول شوي عملیاتي ټیم له څو ساعتونو تلاشۍ وروسته د ولسمشر او د هغه د ملګرو د نسکورې شوې چورلکې احتمالي ځای په ګوته کړ."
نوموړي زیاته کړې، چې د ولسمشر ابراهیم رییسي د چورلکې لټون لا هم روان دی او په دې اړه به نور جزییات وروسته خپاره شي.
نن د ایران د ولسمشر چورلکې اذربایجان ته پر لاره بېړنۍ ناسته کړې، چې له چورلکې سره اړیکې پرې شوي او ایراني چارواکو د هغه د ژوند په اړه اندېښنه ښودلې ده.
په دغه چورلکه کې د یو شمېر نورو چارواکو تر څنګ د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان هم موجود و.