ریچارډ بېنټ: په بامیان کې پر سیلانیانو برید باید د نړۍوالو معیارونو پر بنسټ وڅېړل شي
د افغانستان لپاره د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ په بامیان ولایت کې پر بهرنیو سیلانیانو او د هغوی په افغان همکارانو وسله برید غندلی دی. ښاغلي بېنټ په دې اړه د نړۍوالو معیارونو پر بنسټ د څېړنو غوښتنه وکړه.
نوموړي د یکشنبې په ورځ (د غویي ۳۰مه) په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي: «په بامیانو کې د جمعې د ورځې وسله وال برید چې د بهرنیانو او افغانانو د مرګ ژوبلې لامل شو، غندم او د وژل شویو کسانو کورنیو ته تسلیت وړاندې کوم.»
په بامیان ولایت کې د وروستي ترهګریز برید له امله د درېیو اسپانیایي سیلانیانو په ګډون شپږ کسان ووژل شول او د څلورو بهرنیو وګړو په ګډون اوه نور ټپيان شوي دي.
ترا وسه هېڅ یوې ډلې د دې برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې د دې پېښې په تړاو اووه کسان نیول شوي دي.
تر دې وړاندې د طالبانو په استخباراتو پورې اړوند المرصاد وېبسایټ ادعا وکړه، چې د بامیان د برید "ترهګر" یې نیولی دی.
د ټولنیزو رسنیو کاروونکو بیا د دې ادعا په غبرګون لیکلي، چې د دغې پېښې د عاملینو د نیولو په تړاو د طالبانو پر څېړنو باور نه لري.