یوه ایراني چارواکي ويلي، چې د ريیسي او امیر عبداللهیان ژوند په خطر کې دی
له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې د ایران د اسلامي جمهوریت یوه چارواکي ویلي، چې د ایران د ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر ژوند په خطر کې دی.
دغه چارواکي د پېښې له ځای څخه خپاره شوي راپورونه خورا د اندېښنې وړ وبلل.
نوموړي زیاته کړې، چې د ایران د ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر ژوند په خطر کې دی.
هغه، چې غوښتل یې نوم یې پټ پاتې شي، ټینګار وکړ: "موږ لا هم هیله لرو."
بل خوا تسنیم خبري اژانس د ایراني چارواکو له قوله ویلي، چې سیمې ته مرستندویه ټیمونه نېږدې شوي دي.