هغه کس چې ' غوښتل یې په فرانسه کې یوې کنیسې ته اور واچوي'، د پولیسو په ډزو کې ووژل شو

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغه هېواد پولیسو د جمعې په ورځ (د غویي ۲۸مه) هغه کس وواژه، چې «غوښتل یې په یوه ښار کې یوې کنیسې ته اور ورته کړي.»

جرالډ ډارونین د « فرانسې د پولیسو د ځواب ورکونې او زړورتیا» ستاینه وکړه. لاتراوسه د بریدګر د انګیزې او هویت په اړه مالومات نه دي په ډاګه شوي.
رویټرز خبري اژانس د سیمه‌ییزو چارواکو په حواله لیکلي، چې بریدګر له ځانه سره یوه چړه او یوه د اوسپنې میله لرله.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر په اېکس پاڼه د هغو پولیسو سره چې دغه بربدګر یې وژلی د خپلې لیدنې ځیني انځورونه هم خپاره کړي دي.
په فرانسه کې د یهودانو د یوه انجمن مشر الي کورچیا وویل، چې د دغه هېواد پولیسو «د یهوانو پر ضد له یوې بلې تراژېدۍ مخنیوی وکړ.»
فرانسه تر راتلونکو دوو میاشتو د المپیک سیالیو کوربه ده او د منځني ختیځ وضعیت ته په کتو یې امنیتي تابیاوې په پراخه کچه ډېرې کړې دي.