د مکسیکو له پولې د تېرېدونکو کډوالو د پناه غوښتنې ردېدو په اړه د امریکا قانون کې نوی بدلون
امریکا د پناه غوښتنې په قانون کې نوی بدلون راوستی، چې له مخې یې هغه پناه غوښتونکي چې د مکسیکو له پولې را اوړي په چټکۍ سره یې د پناه غوښتنه ردېږي. د دغه بدلون له مخې، د هغو پناه غوښتونکو د پناه غوښتنه به ژر رد شي چې په اړه یې جرمي او د ملي امنیت اندېښنې ډېرې وي.
د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي، دغه بدلون د کډوالۍ برخې چارواکو ته د هغو پناه غوښتونکو د چټک ردېدو اجازه ورکوي، چې د ترهګرۍ په اړونده جرمونو محکوم شوي او یا هم د امریکا ملي امنیت ته ګواښ ګڼل کېږي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغو پناه غوښتونکو د غوښتنې ردېدل چې کېدای شي کلونه وخت ونیسي، د څو ورځو په لړ کې تر سره کېږي.
رویټرز د خپلو سرچینو له قوله لیکلي، چې د دغه وضع شوي نوي بدلون لمن به محدوده وي؛ خو په کلني ډول به په زرګونه پناه غوښتونکي ترې اغېزمن شي.
د رسمي شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳کال د اکټوبر له لومړۍ نېټې څخه د روان کال د مارچ میاشتې تر ۳۱مې نېټې پورې شاوخوا یو مېلیون پناه غوښتونکي په ناقانونه توګه د مکسیکو له پولې امریکا ته اوښتي دي.