بایډن ومنله چې اسراییل د ولسي وګړو د وژلو لپاره امریکايي بمونه کارولي دي

امریکايي ولسمشر خبرداری ورکړی، چې که اسراییل پر رفح برید وکړي، نو دغه هېواد ته به د امریکا د وسلو د استولو مخه ونیسي. جوبایډن له سي‌این‌این سره په مرکه کې ومنله چې اسراییل په غزه کې د ولسي وګړو د وژلو لپاره امریکايي بمونه کارولي دي.