په اسراییل کې د امریکا سفیر: د غزې جګړه په امریکا کې ډېر پلویان نه لري

په اسراییل کې د امریکا سفیر جیک لو د بني بریک په ښار کې له یوه مخکښ روحاني سره په لیدنه کې وویل چې د غزې جګړه په امریکا کې «ډېر پلویان نه لري.»

په ورته وخت کې، ښاغلي لو ټینګار وکړ چې د حماس له خوا د اکتوبر اوومې له برید وروسته د بایډن دریځونه ښیي چې هغه په اسراییل او د یهودانو په خاوره باور لري.

د هغه په وینا، بایډن، د یو «ملګري» په توګه کله ناکله اسراییل ته وایي چې باید ځینې کړنې په بل ډول ترسره کړي.
د ټایمز اف اسراییل خبري سایټ له یوه مشهور یهودي عالم هیلیل هرش سره د هغه د خبرو یوه ویډیو خپره کړې ده. هغه وویل چې جوبایډن په سخت دریځ کې د غزې په اړه د اسراییل د جګړې دفاع کوي.
لو وویل: «دا دفاع خورا ستونزمنه ده ځکه دا جګړه په متحده ایالاتو کې پلویان نه لري.»
د سپینې ماڼۍ بې قید او شرطه ملاتړ په داسې یوه جګړه کې چې له ۳۴ زرو زیات کسان په کې وژل شوي دي، د امریکا د ټولنې په ځینو برخو کې په ځانګړې توګه د ډیموکراټیکو رایه ورکونکو او ان د امریکا د یهودانو په ډلو کې د ناخوښۍ څپې رامنځ ته کړې دي.
دغه ناخوښي د دې لامل شوې چې محصلانو د امريکا په يو شمېر لويو پوهنتونونو کې خېمې ودرولې او له خپلو پوهنتونونو يې وغوښتل چې د فلسطينیانو د وژنې په اعتراض کې دې په اسراييل کې له پانګونې ډډه وکړي.