رویټرز: امریکا اسراییل ته د ځینو وسلو استول ځنډولي دي
رویټرز خبري اژانس د څلورو سرچینو په حواله ویلي چې امریکا اسراییل ته د بوینګ شرکت د جوړو شویو ځینو وسلو استول بند کړي دي. د سرچینو په وینا، د لویو بریدونو په دې بار وړونکو وسلو کې غیر لارښود بمونه په کره لارښود کوچنيو بمونو اړوي.
سرچينو په دې اړه نور جزيات ور نه کړل. سپینې ماڼۍ او پنټاګون په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې .
دوو سرچینو دا هم ویلي، چې امریکا غواړي په منځني ختیځ کې خپلو نږدې ملګرو ته سیاسي پیغام ورسوي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ته په یوه یادښت کې، یو شمیر لوړ پوړو امریکایي چارواکو مشوره ورکړې چې دوی د نړیوالو بشري قوانینو سره سم د امریکا د وسلو د کارولو په اړه اسراییل «ریښتینی او د باور وړ» و نه ګڼي.
دا لومړی ځل دی چې د بایډن ادارې له غزې سره په جګړه کې له اسراییل د بشپړ ملاتړ له اعلان وروسته اسراییل ته د وسلو د لېږد بهیر ځنډولی دی.
د غزې د روغتیا وزارت ویلي، په غزه کې له حماس سره د اسراییل په جګړه کې ۳۴ زره او ۷۸۹ کسان وژل شوي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.