طالبان: اغېزناک دولتونه ونه توانېدل، چې په غزه کې د فلسطینیانو د نسل وژنې مخه ونیسي
طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د غزې پر رفح ښارګوټي د اسراییلو د برید په اړه غبرګون ښودلی او ويلي یې دي، سیمهایز او نړۍوال اغېزناک هېوادونه ونه توانېدل چې د اسراییلو له لوري د فلسطینیانو د نسل وژنې مخه ونیسي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د چهار شنبې په ورځ د (غويي ۱۹مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د غزې پر رفح ښار د اسراییلو برېدونه غندلي دي.
د طالبانو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې لیکل شوي:«له بده مرغه تر دې مهاله سیمهایز او نړۍوال اغېزناک لرونکي دولتونه ونه توانېدل چې په غزه کې د صیهونیستي رژیم لهخوا د فلسطینیانو د نسل وژنې مخه ونیسي.»
د طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي، د سیمې د هېوادونو له لوري پر غزه د اسراییلو برېدونو ته د غبرګونونو ښودل د دې لامل شوي، چې اسراییل د حماس ډلې د سولې وړاندیز رد کړي.
طالبان وايي، د اسراییلو له لوري د غزې پر رفح ښارګوټي برېدونه د نړۍوالو اصولو خلاف او بشري جنایت دی.
طالبانو پر اسلامي او نورو هېوادونو غږ کړی، چې په غزه د اسراییلو د برېدونو مخه ونیسي او د غزې کلابندو وګړو ته خوراکي توکي، درمل او بشري مرستې ورسوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېرو څو میاشتو راهیسې په دوامداره توګه د اسراییلو له لوري پر غزې بریدونه کېږي او تر دې مهاله د اسراییلو په بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون زرګونه فلسطینیان وژل شوي دي.