د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د هغه هېواد په ټاکنو کې خپله رایه وکاروله
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د سه شنبې په ورځ د هند په ګجرات ایالت کې د دغه هېواد د ټاکنو په درېیم پړاو کې خپله رایه وکاروله. د هند لومړي وزیر نریندرا مودي له هندیانو غوښتي، چې د رای ورکولو په بهیر کې په پراخه کچه ګډون وکړي.
د هند لومړي وزیر په هند کې د ټاکنو په منځ کې د ګرمۍ په اړه خبرداری ورکړی او له کارګرانو یې غوښتي، چې کافي اندازه اوبه وڅښي.
د هند د ملتپال بهارتیا جنتا له ګوند څخه مودي د درېیم ځل لپاره د هند د لومړي وزیر څوکۍ د ترلاسه کولو هڅه کوي او د نوموړي په اړه داسې وړاندوینې هم شوې، چې د درېیم ځل لپاره به هم د لومړي وزیر څوکۍ تر لاسه کړي.
دا مهال په هندوستان کې د ټاکنو درېیم پړاو روان دی او د رايې ورکولو بهیر به په اوو پړاوونو کې بشپړ شي.
ټاکل شوې، چې د رایو د بیا شمېرنې بهیر به د جون په څلورمه پیل شي.