د اسراييل پوځ د رفح پر پوله ولکه ټینګه کړه

د اسراییل پوځ خبر ورکړی، چې د غزې په سوېلي برخه کې یې د رفح له پولې د فلسطیني غاړې عملیاتي کنټرول تر لاسه کړی او ځواکونه یې په دغې سیمه کې پلټنې پیل کړې دي.

رویټرز د فلسطیني سرچینو له قوله لیکلي، د رفح پوله د اسراییلي ټانکونو د حضور له امله تړل شوې او غزې ته د مرستو لېږد هم درول شوی دی.
تر دې وړاندې یوه فلسطیني امنیتي او یوه مصري چارواکي اسوشیېتېد پرېس ته وویل، اسراییلي ټانکونه د غزې سوېل رفح ښار ته ننوني او د پولې تر ۲۰۰مترۍ پورې مخته راغلي.
تر دې وړاندې ملګرو ملتونو پر رفح د اسراییل د برید په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې دغه برید د یوه بشري ناورین لامل کېدای شي.
تر دې وړاندې حماس ویلي و، چې دغه ډله په غزه کې پر اروربند هوکړې ته رسېدلې؛ خو تر هغه لږ ځنډ وروسته اسراییلي چارواکو وویل، چې د دغې هوکړې ګټه د تل ابېب لپاره د منلو وړ نه وه.
ورته مهال د اسراییل د لومړي وزیر دفتر د یوه بیان په خپرولو سره ویلي، چې د دغه هېواد د جګړې کابینې په رفح کې د پوځي عملیاتو دوام ته رایه ورکړې.
اسراییل د رفح د ختیځې برخې د تخلیې غوښتنه کړې وه او ملګرو ملتونو دغه امر « غیرانساني» بللی و.
د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ کمېشنر فولکر تورک ویلي، له دغې سیمې د اړتیا وړ مرستو ته د لاسرسي پرته د سلګونه کسانو جبري تېښته «له تصوره بهر» ده.
هغه د اسراییل دغه امر د بشري حقونو او بشري قانون له لومړنیو اصولو خلاف ګڼلې او د ولسي وګړو د ساتنې پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو هم خبرداری ورکړی، پر رفح برید چې په کې د غزې د ۲.۳ مېلیونو نیمايي وګړو هلته پناه اخیستې، کولای شي د ولسي وګړو د پراخو تلفاتو لامل شي.