د بشري حقونو لپاره د جینوا ناستې د شجاعت سږنۍ جایزه ایران انټرنشنل ته ورکول کیږي

د بشري حقونو او ډېموکراسۍ لپاره د جینوا ناستې د ۲۰۲۴ کال د شجاعت جایزه ایران انټرنشنل ته ورکړل شوه. دغې ناستې ویلي، چې ایران انټرنشنل هره ورځ د ایران د حکومت تخلفات افشا کوي.

د بشري حقونو او ډېموکراسۍ لپاره د جینوا ناستې د سې شنبې په ورځ (د غویي ۱۸مه) په اېکس کې لیکلي، چې د ایران انټرنشنل د خبر برخې مسوول علي اصغر رمضان پور او ویاند پوریا زراعتي به دغه جایزه ترلاسه کړي.
زراعتي به دا جایزه په داسې حال کې ترلاسه کړي، چې څه موده مخکې په لندن کې د ناپېژندو کسانو له برید سره مخ شو او ټپي شوی و.
د بشري حقونو او ډېموکراسۍ په اړه د جینوا ناسته یوه کلنۍ ناسته ده، چې د ۲۵ غیر دولتي سازمانونو د ایتلاف له خوا ترسره کیږي.
دا ناسته هڅه کوي؛ د هغو بشري حقونو پېښو ته د نړۍوالې ټولنې پام راوګرځوي، چې بېړني اقدام ته اړتیا لري.
په دې ناسته کې سلګونه ډېپلوماتان، خبریالان، د محصلینو مشران او د استبدادي حکومتونو مخالفان او قربانیان برخه اخلي.
دا په داسې حال کې ده، په وروستیو کلونو د ښځې، ژوند، ازادۍ تر نامه لاندې د خوځښت له پیل راهیسې ایران هڅه کړې ایران انټرنشنل او کارکوونکي یې په نښه کړي.
ای، ټي وي شبکې تېر کال راپور ورکړ، چې د سپاه پاسداران جاسوسانو د ۲۰۲۲ کال په اکټوبر میاشت کې یوه قاچاق وړونکي ته وړاندېز کړی و، چې د ۲۰۰ زره ډالرو په بدل کې د ایران انټرنشنل ویاند فرداد فرحزاد او پخوانۍ ویانده سیما ثابت ووژني.