حماس اعلان وکړ چې په غزه کې د اوربند لپاره یې د مصر او قطر وړاندیز منلی دی

حماس په یوه بیان کې اعلان وکړ، چې په غزه کې د اوربند لپاره یې د مصر او قطر وړاندیز منلی دی.

د الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی، چې د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه د قطر له لومړي وزیر او د مصر د اطلاعاتو له وزیر سره تماس نیولی او ویلي یې دي، چې د دوی د "اوربند تړون" وړاندیز یې منظور کړی دی.