صیقل: ایران ولې د افغانستان د مسلمانانو د وژنو په اړه د مسوولیت احساس نه کوي

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخواني استازي د ایران د اسلامي جمهوریت ورځپاڼې یوه راپور ته په اشارې ویلی؛ که ایران خپله دنده ګڼي چې د مسلمانانو د وژنو په اړه چوپ پاتې نه شي، نو د افغانستان د مسلمانانو د وژلو په اړه ولې د مسوولیت احساس نه کوي.

نوموړي په خپل اېکس کې د یادې رسنۍ هغه راپور ته چې ویلي یې دي، ولې ایران په افغانستان کې د شیعه وګړو د وژنو په اړه چوپتیا غوره کړې، بیا خپور کړی او ورسره لیکلي یې دي: "سمه ده چې ایران د فلسطینیانو د ملاتړ لپاره د صهیونیستانو (اسراییل) د جنایتونو پر وړاندې خپله دنده په سمه توګه ادا کړې؛ خو د افغانستان د مسلمانانو د وژنو په اړه ولې احساس د مسوولیت نه کوي."
د ایران اسلامي جمهور ورځپاڼې نن د یوه راپور په خپرولو سره له ایراني چارواکو پوښتنه کړې، چې ولې دغه هېواد په افغانستان کې د شیعه وګړو د وژنو په اړه چوپ دی؟
یادې رسنۍ په خپل راپور کې زیاته کړې ده، چې په افغانستان کې د روانو وژنو په اړه په خصوصي او دولتي رسنیو کې خبرونه خپاره شوي؛ خو ایراني چارواکي ترې تېریږي.
په راپور کې راغلي: "له بده مرغه د طالبانو په دې نوې دوره کې د بې ګناه خلکو وژل په یوه عادت بدل شوی دی او داسې ښکاري چې په یوه نا لیکل شوي قرارداد کې ایراني چارواکي د افغانستان د مسلمان وژنې په اړه چوپ پاتې شي."
په دغه راپور کې زیاته شوې ده، چې د طالبانو د واکمنۍ مخالفان که هغه سُني دي یا شیعه، د طالبانو د جنایتونو له امله ژوند له لاسه ورکوي او دا موضوع هېره شوې ده.
د ایران اسلامي جمهور ورځپاڼه همداراز وایي، چې په افغانستان کې هره اونۍ یوه پېښه رامنځته کیږي، چې له امله یې څو کسان ژوند له لاسه ورکوي او د پېښې ډېری قربانیان بیا د هرات ولایت، د هزاره جاتو د سیمو، شیعه وګړي او همداراز هغه سُني وګړي دي چې د طالبانو مخالف دي.
د راپور له مخې: " دا روښانه ده چې طالبان د یوه مشخص قوم او مذهب او دغه راز د خپلو مخالفینو د له منځه وړلو په هڅه کې دي او دا پرېکړه په قاطعیت سره اجرا کوي."
د یادولو ده، چې په دغه راپور کې د طالب مشرانو د محاکمې او سزا غوښتنه هم شوې ده.
یادې ایراني رسنۍ ویلي دي؛ د دې لپاره چې د طالبانو جنایتونه پټ وساتل شي د هرې پېښې مسوولیت پر داعش ډلې ور اچول کیږي او طالبانو خپل کارونه له دغې ډلې سره ویشلي دي.
سره له دې چې په دې راپور کې کومې مشخصې پېښې ته اشاره نه ده شوې، خو شاوخوا یوه اونۍ مخکې د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ په اندېشه ښارګوټې کې د امام زمان جومات پر لمونځ کوونکو یو شمېر موټر سایکل سپرو ډزې وکړې، چې په پایله کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د دې برید مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی و.