حوثیان: د هغو معترضو زده‌کړیالانو منلو ته چمتو یو، چې زده‌کړې یې ځنډول شوې دي

په یمن کې د حوثیانو تر واک لاندې د صنعا پوهنتون وایي، چمتو دي چې په امریکا کې د فلسطین په ملاتړ په وروستیو لاریونونو کې هغه زده‌کړیالان چې زده‌کړې یې ځنډول شوې ورته د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

د دغه پوهنتون یوه چارواکي ویلي:« په هر ډول سره چې وتوانېږو، په دغه جګړه کې د فلسطین سره ولاړ یو.»
د امریکا ځیني پوهنتونونو له هغې ډلې د کلمبیا پوهنتون چې د دغو لاریونوالو مرکز دی، د یوشمېر معترضه زده‌کړیالانو زده‌کړې یې ځنډولې دي.
ډېری دغه پوهنتونونه د معترضو د خورولو لپاره پولیس ورغوښتي، چې د سلګونه زده‌کړیالانو د نیونې او د دوی د خېمو د لرې کولو لامل شول.
د صنعا پوهنتون په یوه بیان کې د دغو زده‌کړیالانو د «بشر پالنې» دریځ ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې دغه زده‌کړیالان کولای شي په یمن کې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.
په دغه بیان کې ویل شوي، چې د پوهنتونونو زده‌کړیالان په امریکا او اروپا کې د « بیان ازادۍ له ځپلو» سره مخ دي، چې د صنعا پوهنتون دغه کړنه محکوموي.
په امریکا کې معترض زده‌کړیالان په غزه کې د جګړې د پای ته رسېدو، له اسراییل څخه د واشنګټن د پوځي ملاتړ په درېدو او د اسراییلي شرکتونو سره د دغه هېواد د پوهنتونو د اړیکو د ختمېدو غوښتونکي دي.