یونسکو د مطبوعاتو د ازادۍ نړۍواله جایزه فلسطیني خبریالانو ته ورکړه

یونسکو د مطبوعاتو د ازادۍ نړۍواله جایزه هغو فلسطیني خبریالانو ته ورکړه، چې د غزې جګړې ته پوښښ ورکوي.

د دغې جایزې د ارزونکو د پلاوي مشر وویل:« په دغه تیاره او ناهیلې کوونکي چاپېریال کې موږ غواړو د پیوستون یو پیاوړی پیغام او هغه فلسطیني خبریالان وهڅوو، چې په دغو ډراماټیکو شرایطو کې د فلسطین کړکېچن وضعیت ته خبري پوښښ ورکوي.»

د فلسطین د دولت د رسنیو دفتر د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳کال د اکټوبر له ۷مې راهیسې د غزې په تړانګه کې تراوسه ۱۴۱ تنه خبریالان وژل شوي دي.
د غزې په تړانګه کې د فلسطین د دولت د رسنیو دفتر ویلي، وروستی خبریال چې د غزې په تړانګه کې ووژل شو د فلسطیني اژانس «الان» خبریال محمد بسام الجمل و، چې د غزې تړانګې په رفح ښار کې د هغه په کور د اسراییل په هوایي برید کې ووژل شو.