المیادین شبکه:د حماس او اسراییل ترمنځ د هوکړې موخه د ټولو اسراییلي بندیانو خلاصون ښودل شوې
المیادین شبکې خبر ورکړی، چې د حماس او اسراییل ترمنځ یې د هوکړه لیک یوه نسخه ترلاسه کړې. د دغه شبکې په وینا، د دغې هوکړې موخه د ټولو اسراییلي بندیانو خلاصون ښودل شوی دی. د راپور له مخې، دغه هوکړه درې پړاوونه لري.
همدارنګه، په دې هوکړه کې د دواړو اړخونو ترمنځ د اوربند په اړه کوم څه نه دي راغلي او د ۴۰ ورځو لپاره به په درېیو لومړنيو پړاوونه کې پلې شي.
لومړی پړاو
په راپور کې راغلي، چې په لومړي پړاو کې به اسراییلي ځواکونه له ټولو استوګنځایونو څخه د غزې ختیځ خواته تر پولې پورې به شاتګ وکړي.
همدارنګه په لومړي پړاو کې به د ټولو یرغلیزو الوتکو الوتنې د ورځې په اوږدو کې د اتو ساعتونو لپاره او د یرغمل شویو کسانو د خلاصون په ورځ به د ۱۰ ساعتونو لپاره ودرول شي.
په اوومه ورځ به د ښځینه یرغمل شویو له ازادۍ وروسته، اسراییلي پوځیان به د «الرشید» سیمې څخه د صلاح الدین خواته شاتګ وکړي.
همدارنګه د اسراییلي پوځ شاتګ به د بشردوستانه مرستو رسېدو او د جګړې بېځایه شویو د بېرته ستنېدو لړۍ اسانه کړي.
د لومړي پړاو په ۲۲مه ورځ به اسراییلي پوځیان د غزې له مرکزه د پولې سره نږدې سیمو ته شاتګ وکړي.
د هوکړې له مخې، په دغه پړاو کې به ۳۳ اسراییلي سرتېري خوشې شي او په مقابل کې به یې اسراییل هم د هرې خوشې شوې ښځې په بدل کې د حماس لهخوا د ورکړل شوي نوملړ له مخې به ۲۰ ښځې او ماشومان خوشې کړي.
د هوکړې له مخې، اسراییل په ورته تورونو د خوشې شویو فلسطیني بندیانو د بیا نیولو حق نهلري.
دویم پړاو
د المیادین په وینا، دویم پړاو به د ۴۲ ورځو لپاره وغځول شي او په هغه کې به د تلپاتې سولې د راتګ لپاره د لازمو ترتیباتو په اړه د هوکړې وروستي کول هم شامل وي.
په دې پړاو کې د ویجاړو شویو کورونو، ملکي تاسیساتو او ملکي زیربناوو د هراړخیزې بیارغونې لپاره د لازمو تیاریو پیلول هم شامل دي.
درېیم پړاو
دغه پړاو به ۴۲ ورځې وي، چې په کې به د دواړوو خواوو ترمنځ د ټولو جسدونو او د هغو د پاتې شونو پېژندنه او تبادله شامله وي.
په دې پړاو کې هم د غزې تړانګې د بیارغونې لپاره پنځه کلنه طرحه چې په کې د کورونو، عامه تاسیساتو او زېربناوو بیارغونه شامله ده پیلېږي.
خو لا تراوسه حماس ډلې او اسراییل د دغه راپور په اړه څه نه دي ویلي.