نتنیاهو: اسراییل د جګړو د پای ته رسېدو هوکړه نه مني

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن اسراییل ته په سفر کې د تړلو دروازو تر شا د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره خبرې اترې وکړې.

نوموړی چې د چهارشنبې په ورځ (د غویي ۱۲مه) اسراییل ته رسېدلی، د دغه هېواد له لومړي وزیر سره یې په کتنه کې ویلي، چې واشنګټن اوسمهال په رفح ښار کې د عملیاتو مخالف دی.

ښاغلي بلینکن ویلي: «غزې ته د مرستو د رسېدو وضعیت ښه شوی دی؛ خو تر دې هم باید زیات کارونه وشي.»
له دې سره، ټاکل شوې ده چې د اردن پاچا هم لومړی ایټالیا بیا امریکا ته ولاړ شي، تر څو په غزه کې د اوربند د رامنځته کېدو په اړه هڅه وکړي.
بلېنکن د اسراییل له ولسمشر اسحاق هرتزوګ سره هم کتلي او ویلي یې دي، چې حماس په سیمه کې د اوربند د هوکړې د ځنډېدو لامل دی.
نوموړي زیاته کړه: «مونږ په دې باور یو چې داسې یوه اوربند ته به لاس پېدا کړو، چې برمته شوي کسان خپلو کورونو ته وګرځي او هڅه کوو دا ډېر ژر وشي او یوازینی دلیل چې ځنډېدلی حماس ډله ده.»
حماس د غویي په نهمه نېټه اعلان وکړ، چې د غزې په تړانګه کې د اوربند د رامنځته کولو او د دغې ډلې د یرغمل شویو د خوشې کولو په اړه د اسراییل پر وروستي وړاندیز غور کوي.
د اسراییل ټایمز د راپور له مخې؛ دغه هېواد منلې ده چې د اسراییلي یرغمل شویو کسانو په بدل کې زرګونه فلسطیني وګړي خوشې کړي او په سیمه کې د څلویښتو ورځو لپاره نښتې بندې شي.
د یادولو ده، چې اسراییلي رسنیو په وروستیو ورځو کې داسې راپورونه هم خپاره کړي، چې په لاهه کې به نړۍواله محکمه د اسراییل د لومړي وزیر نتنیاهو، د دفاع وزیر یواو ګالانټ او د لوی درستیز د نیولو حکم صادر کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اسراییلو ته له سفر مخکې سعودي عربستان ته تللی وو، تر څو په سیمه کې د ترینګلتیاو د کمولو لپاره له سعودي چارواکو سره خبرې وکړي.
دا د اسراییل او غزې ترمنځ د جګړو له پیل څخه تراوسه پورې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اووم سفر دی.
حماس د اکټوبر په اوومه د اسراییل په سویل برید وکړ، چې له امله یې یو زرو ۲۰۰ کسان ووژل شول او څه باندې ۲۴۰ کسان یې یرغمل ونیول.
د راپورونو له مخې؛ حماس تراوسه ۱۱۲ یرغمل شوي کسان خوشې کړي دي.