کاظمي قمي: بهرني قدرتونه هڅه کوي افغانستان او ګاونډي هېوادونه یې بې ثباته کړي

په کابل کې د ایران ځانګړى استازى وايي، چې بهرني قدرتونه هڅه کوي؛ څو د افغانستان له خاورې څخه دغه هېواد او ګاونډي هېوادونه يې بې ثباته کړي.

کاظمي قمي طلوع نیوز ته ویلي: «امریکا او د افغانستان اشغالګران، د افغانستان له خاورې د دې هېواد او د ګاونډیو هېوادونو د بې ثباته کولو هڅه کوي.»

قمي زیاتوي، چې بهرني قدرتونه هڅه کوي افغانستان او ګاونډي هېوادونه یې بې ثباته کړي.
کاظمي قمي ویلي: «امریکا او د افغانستان اشغالګران، د افغانستان له خاورې د دې هېواد او د ګاونډیو هېوادونو د بې ثباته کولو هڅه کوي.»
نوموړي دغه راز زیاته کړې ده؛ سره له دې چې امریکا اوسمهال په افغانستان کې پوځي حضور نه لري، خو د افغانستان د فضا په کنټرول کې د امریکا لاسوهنه د افغانستان د حاکمیت د ګټې په معنا ده.
حسن کاظمی قمي ټینګار وکړ، چې لوړ پوړو طالب چارواکو په افغانستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو ګرځېدل تایید کړې ده.
نوموړي امریکا د ترهګرۍ په ملاتړ تورنه کړه او ویې ویل، چې امریکا اوس اړتیا نه لري، چې په افغانستان کې د جاسوسۍ لپاره فزیکي حضور ولري.
هغه ادعا کوي، چې هېڅ یوه هېواد د ایران په اندازه د افغانستان له دولت او خلکو سره مرسته او همکاري نه ده کړې.
کاظمی قمي په دې مرکه کې زیاته کړې ده؛ ایران غواړي چې په افغانستان کې داسې شرایط رامنځته شي چې دغه هېواد له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره رغنده اړیکي ولري او له هغو کړاوونو څخه خلاص شي چې نورو پر افغانستان تحمیل کړی دی.
هغه له افغانستان څخه د ترهګرو د ګواښ اړوند د ايران د اندېښنې په اړه وويل، چې له افغانستان څخه د ترهګرو ګواښونه د دغو دوو هېوادونو او د سيمې د هېوادونو د دښمنانو له خوا د رامنځته شويو ګواښونو له امله دي.