حامد کرزی کابل کې د هند سفارت له شارژدافیر سره د افغان محصیلینو پر ستونزو غږیدلی
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د سې شنبې په ورځ (د غویي ۱۱مه) په کابل کې د هند له شارزدافیر رام بابو سره د افغان محصلینو پر ستونزو غږېدلی.
ښاغلي کرزي پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې په دې کتنه کې د هند او افغانستان پر تاریخي اړیکو، د افغان محصلینو د ستونزو د حل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د لا ښو سوداګریزو اریکو په اړه غږیدلي دي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته حامد کرزی وخت ناوخته له بهرنیو چارواکو او استازو سره لیدنې کتنې کوي.