د ایران د کورنیو چارو وزیر: ایران نور بهرني وګړي نه شي منلی
د ایران د کورنيو چارو وزير وايي، چې دغه هېواد د زياتو بهرنيو وګړو د کوربه توب توان نه لري او نور بايد بهرني وګړي دې هېواد ته داخل نه شي.
احمد وحیدي د بې اسناده بهرنیو کډوالو پر اېستلو ټینګار کوي او وایي، چې بهرني وګړي باید په کار کې و نه نیول شي.
یاد ایراني چارواکي د سې شنبې په ورځ (د غویي ۱۱مه) په تهران کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې وویل: «بهرني وګړي باید په هېواد کې د غیر منظم او ګډود حالت لامل نه شي او په ځینو ښارونو کې باید د خلکو د اندېښنې لامل و نه ګرځي.»
نوموړي په کار کې د بې اسنادو بهرنیو وګړو ګومارل غیر قانوني بللی دی.
تسنیم خبري اژانس د احمد وحیدي له قوله لیکلي: «یو شمېر هغه بهرني وګړي چې په دې هېواد کې دي باید د وتلو زمینه هم ورته برابره شي او هغه کسان چې قانوني اسناد نه لري مونږ ته د منلو وړ نه دي.»
د ایران د کورنیو چارو وزیر په داسې حال کې د بهرنیو وګړو په نه منلو ټینګار کوي، چې دغه هېواد هره ورځ په سلګونه افغان کډوال نیسي او له دې هېواد څخه باسي.
ایراني چارواکو په ځلونو ټینګار کړی، چې له دغه هېواد څخه د افغان کډوالو د اېستلو طرحه په جدیت سره دوام لري.
د ویلو ده، چې ایران او پاکستان په تېر یوه کال کې زرګونه افغان کډوال له خپل هېواد څخه په جبري توګه اېستلي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې وروستیو کې ویلي وو، چې په دغه هېواد کابو پنځه میلیونه افغانان ژوند کوي.